AP ۱۴۰۳ تله ۴ ۰:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85606687
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د ایراني پانګوالو لېوالتیا

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت برشنا شرکت اعلان وکړ چې ایراني پانګوال د افغانستان د برېښنا په سکتور کې پانګونې ته لېواله دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه شرکت مشر ډاکټر عبدالباری عمر له ایرانی پانګوالو سره وکتل.

 ایراني پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا تولید ته لېوالتیا ښودلې.  په دې کتنه کې د برشنا شرکت رئیس وویل: په افغانستان کې د برښنا په سکتور کې د پانګونې لپاره ښه بنسټ شته او هڅه کوو چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په دې برخه کې لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.

 هغه ایراني پانګوالو ته د برېښنا د اسانتیاوو، ډیجیټل سیسټم او د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .